معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک وایي، د افغانستان ملي عواید ۸ سلنه ډېر شوي

نړیوال بانک وایي، د افغانستان ملي عواید ۸ سلنه ډېر شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو په اساس نړیوال بانک د افغانستان په اړه په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د روان مالي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د دغه هېواد ملي عواید د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۸ سلنه ډېر شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې به د افغانستان ملي عواید ۷۸ میلیارد افغانیو ته ورسیږي.
که څه هم دا د تېر کال همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي، خو له ټاکلي هدف څخه ۷ میلیارد افغانۍ کم دي.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، د افغانستان صادرات هم د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه ډېر شوي، خو د سکرو د صادراتو د کمښت له کبله میاشتني صادرات کمیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس