معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک ویلي، د افغانستان صادرات ۱۴ سلنه کم شوي

نړیوال بانک ویلي، د افغانستان صادرات ۱۴ سلنه کم شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه کم شوي دي.

د راپور په وینا، د صادراتو د کمېدو یو اصلي لامل د پاکستان له لوري د افغانستان پر مېوو او زراعتي محصولاتو د مالیاتو زیاتوالی ګڼل شوی دی.

نړیوال بانک د دې ستونزې د هواري لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

راپور همدارنګه په سیمه ییزه کچه د افغان محصولاتو د صادرولو لپاره د بدیلو لارو پر موندلو ټینګار کړی.

د دوی په وینا دغه کموالی د افغان سوداګرو لپاره جدي ننګونې راپورته کړي، چې د اقتصادي ودې د ټکني کېدو لامل هم ګڼل کېدای شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس