معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی، چې له ښوونځي پاتې دي

نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی، چې له ښوونځي پاتې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی، چې له ښوونځي پاتي دي.
د دوی په خبره د دغو کسانو ډېره برخه هغه نجونې دي، چې په افغانستان کې له ښوونځیو راګرځول شوي دي.
د یونسکو له لوري ورکړل شوې شمېرې ښیي چې له ښوونځیو د پاتې شویو زده کوونکو ډېری هغه نجونې دي، چې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوي دي.
دوه کاله پوره شول چې افغانستان کې د شرایطو، نصاب او یو شمېر نورو موضوعاتو برابرولو په موخه سرپرست حکومت له اووم ټولګي پورته د نجونو تعلیمي بهیر ځنډولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس