معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نږدې ۱۸ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

نږدې ۱۸ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه راپور کې ویلي، چې روان کال نږدې ۱۷.۹ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

دغه راپور، چې تېره ورځ خپور شوی، د افغانستان روغتیايي وضعیت په کې نازک بلل شوی او په دې برخې یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

راپور زیاته کړې، چې په افغانستان کې د شري، ماشومانو د خوارځواکۍ، میندو او ماشومانو د درملنې وړ ناروغیو، شدیدو اسهالاتو، ډینګي، کانګو او ملاریا لوړه کچه د روغتیايي سکتور لپاره جدي ننګونې جوړې کړي دي.

د UNHCR په وینا افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې لپاره د کافي سرچینو نشتوالی د دې لامل شوی، چې خلک له سخت روغتیايي وضعیت سره مخ شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس