معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نیمروز ولایت کې ځانمرګی برید شوی

نیمروز ولایت کې ځانمرګی برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولینو ویلي، چې یو تن ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.

د دوی په خبره یاد بریدګر غوښتل چې ځان د مستوفیت دروازې له لارې د ولایت مقام دفتر ته ورسوي، خو په وینا یې چې له پېژندلو سره سم د امنیتي کسانو له لوري له منځه وړل شوی دی.

د ځایي مسوولینو په وینا پېښه کې درې تنه امنیتي کسان سطحي ټپیان شوي، خو نور چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

د دوی په وینا د بریدګر موخه د نیمروز والي شېخ محمد قاسم خالد و.

تر اوسه د دغې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو امنیتي مسوولینو ویلي، په اړه به یې هر اړخیزې پلټنې وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس