کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نيمروز ولايت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري زرنج ښار کې د طبيعي پېښو له امله د زيانمنو شويو، معلولينو او د خوراکي توکو له نه خوندیتوب له امله د ۵ سوه کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ، چې د کویت هېواد پوري مربوط کیږي، پيل شوه.
د خبر پر بنسټ د افغاني سرې میاشتې مسوولینو ویلي، چې په خوراکي توکو کې یو پارسل ۱۰۰ کیلویې اوړه، ٢٥ کيلو ګرامه وريجې، لس لېټره غوړي، اته کيلو لوبيا، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو ګرامه مالګه، يوه کڅوړه بیسکوټ او يوه کیلوه شین چای شامل دي.
په ورته وخت کې د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه د مننې ترڅنګ د نورو بشري موسساتو څخه د همکاریو او مرستو غوښتنه وکړل.
خبر زیاتوي، چې يادې مرستې د افغاني سرې مياشتې ادارې د استازو، ولايت مقام، د سرې میاشتې د مرکزي او لویديځې حوزې د مسوولينو په شتون کې ووېشل شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/