معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې پنځه ټانکره نور بې‌ کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

نیمروز کې پنځه ټانکره نور بې‌ کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه):
د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، ایران هېواد ته یې پنځه ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته مسترد کړي دي. یادې ادارې ویلي، دغه اندازه تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، د نیمروز ولایت ورېښمو له لارې بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتي، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد نه کړي، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتي توکو د راوارد کېدو د مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس