کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې سفارت په کابل کې ویلي، چې د “نیکي” په نوم د دې هېواد ۲۱مه بشري مرستندویه جوپه هرات ته ورسېده.
د سفارت په وینا، دې مرستندویه جوپه کې ۷۲۴ ټنه بشري مرستې شاملې دي، چې درمل، خوراکي توکي او نور اړین وسایل په کې شتون لري.
دغه مرستې د افغان سرې میاشتې ټولنې د رییس په ګډون یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې افغان لوري ته وسپارل شوې.
ترکیې تر دې وړاندې هم بشري مرستې افغانستان ته استولي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/