معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې تر خاورو لاندې د پاتو جسدونو د موندلو هڅې لا هم روانې دي

هرات کې تر خاورو لاندې د پاتو جسدونو د موندلو هڅې لا هم روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د شویو مرګونو زلزلو له امله تر خاورو لاندې د بند پاتې جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.
وروسته تر هغې چې د شنبې ورځې زلزلې له امله ۱۲ کلي په بشپړ ډول ویجاړ، تر ۲ زرو څخه زیات کسان مړه او د یو نیم کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ تر خاورو لاندې د ۵ سوه جسدونو د ورکېدو راپورونه خپاره شول، تېره ورځ بیا ځل دوه زورولو زلزلو د هرات دوه کلي په کُلي ډول ویجاړ کړل، چې په کې د یو شمېر کسانو د مړه کېدو ترڅنک د ۲ سوه نورو کسانو د ټپي کېدو خبرونه خپاره شول.
افغان حکومت وایي، تر ۱۵ سوو پورې بشپړ وران شوي کورونه به بیا ځل ورغوي.
نړیوالو بنسټونو هم د عاجلو بشري مرستو د رسولو ژمنې کړي.
ځایي سرچینې وایي چې د ودانیو ړنګېدو له امله تر شنه آسمان لاندې شپې – ورځې تېروي.
تېره ورځ دغه ولایت کې د ۳ سوه جسدونو یوځایي جنازه آدا او په ډله ییزه مقبره کې خاورو ته وسپارل شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس