معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د شوې زلزلې له امله سلګونه کسانو ژوند بایللی

هرات کې د شوې زلزلې له امله سلګونه کسانو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې هرات کې ځایي حکومتي چارواکو ویلي، چې د دغې زلزلې له امله ۱۵ کلي وران شوي، چې ښايي له امله یې رامنځته شوی ځانی زیان پراخ وي.
هرات کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر بیا بي بي سي‌ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې دغو ۱۵ کلیو کې د ۱۷ سوو په شاوخوا کې کسانو ژوند کاوه، چې دوی د اټکل له مخې د ۱۵ سوه کسانو د مړینې خبر ورکوي.
دغه زلزله د ریښتر په کچه شپږ اشاریه درې ښودل شوې.
وېره ده چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ – ژوبله تر اوسنیو شمېرو ډېره لوړه وي؛ ځکه د مسوولینو په وینا، څو کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.
د هرات زنده جان ولسوالۍ چې ډېره مرک – ژوبله په کې شوې، له ښاره لرې پرته سیمه ده. دغه سیمه کې انټرنیټي خدمتونه په سم ډول کار نه کوي.
د امریکا د جیولوژي ادارې ویلي، ښايي د زلزلې له امله رامنځته شوی ځانی زیان پراخ وي.
دې ادارې زیاته کړې، چې تېر کې په دې کچه پېښو کې په ملي او سیمه ییزه کچه لاس نیوی او مرستې ته اړتیا پېښه شوې ده
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس