معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د پاشدان بند د اوبو زېرمه کولو بهیر پيل شوی

هرات کې د پاشدان بند د اوبو زېرمه کولو بهیر پيل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځايي چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت په پاشدان بند کې د اوبو زېرمه کولو بهیر پيل شوی دی.

د چارواکو په خبره د یاد بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پاشدان اوبو بند هرات ښار ته د نږدیوالي له امله د زرغونې سیمې پراختیا او تر ځمکې لاندې اوبو کچې پیاوړتیا برخه کې مهم رول لري.

د پاشدان اوبو بند د کرخ سیند پر سر د هرات ښار ختیځ ۱۵ کیلومترۍ کې جوړ شوی دی.

دغه بند د ۵۴ میلیون متره معکبه اوبو زېرمه کولو، دوه مېګاواټه برېښنا تولید او د ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس