معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د کارتن جوړولو یوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ

هرات کې د کارتن جوړولو یوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د ورقو او کارتن جوړولو یوې معیاري کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د یادې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د صنعتي پرمختګ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان راتلونکی د صنعتي او صادراتي هېواد په توګه روښانه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې هغوی د صنعتکارانو او پانګوالو سره په هره برخه کې لازمه همکاري کوي او د اقتصاد ودې او د کاري فرصتونو ډېرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

په ورته وخت کې د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس ویلي، د ورقو او کارتن جوړولو په دغه کارخون په ساعت کار کې د ۲۰ زره مترو په اندازه ورقې او کارتنونه تولیدیږي.

د دوی په وینا یاده کارخونه کې لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس