معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کي سږ کال ۲ لکه ۲۸ زره ۷۱۸ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي

هلمند کي سږ کال ۲ لکه ۲۸ زره ۷۱۸ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې هلمند کې سږ کال په پرېمانه کچه غنم کرل شوي.
هلمند چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی، اوسېدونکي یې تر ډېره بریده په کرنې او مالدارۍ بوخت دي.
د دغه ولایت بزګران وایي، وروستیو اورښتونو د غنمو مرضونه له منځه وړي، خو دوی له مسوولینو غواړي، چې نورو هېوادونو ته د غنمو د قاچاق مخنیوی وکړي.
دوی له حکومته غواړي چې باید د هغو سوداګرو مخه ونیسي، چي د غنمو موسم کې په ارزانه بیه غنم پېري او بیا یې د لوړ قیمت په موخه ګدامونو کې ساتي.
مسوولین وایي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د غنمو په کَر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس