معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د تېرې یوې میاشتې پۀ ترڅ کې پر جرایمو ۲۲۴ تورن کسان نیول شوي

هلمند کې د تېرې یوې میاشتې پۀ ترڅ کې پر جرایمو ۲۲۴ تورن کسان نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنایي، تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریتونو له لوري په تېره یوه میاشت کي ۲۲۴ تنه پر جرمونو تورن کسان نیول شوي دي.
د خبر پر بنسټ یاد مجرمین د غلا، قتل، اخلاقي فساد، د غیر قانوني وسلو ګرځول، د نشه یي توکو پېر او پلور او یو شمېر نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
مسوولینو ویلي، چې د نیول شویو کسان سره پنځه میله مختلف النوع وسلې، اته لاسي بمونه، ۱۴ سوه ۲۷ پیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، یوه پایه کوډال مخابره، ۱۵ عرادې موټرسایکلان، یوه عراده موټر، ۵ پایې موبایلونه، ۹۵ زره پاکستانۍ کلداري او یو شمېر نور اجناس نیول شوي دي.
مسوولین وایي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې بشپړې او اړوند محکمو ته سپارل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس