معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې لس نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

هلمند کې لس نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د نږدې ۹ لکه امریکايي ډالرو په لګښت ۱۰ نوي روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول.
د هلمند عامې روغتيا رييس سید احمد سعید وايي، دغه مرکزونه د هلمند په هغو لرو پرتو ولسوالیو کې فعال شوي، چې پخوا هلته خلکو روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه درلود.
د ده په خبره تر دوو کلونو به دغه موسسه د یادو روغتیايي مرکزونو د ودانیو کرايي طبي وسايل او د کارکوونکو تنخواګانې ورکوي، چې ټول لګښت يې ۸۹۶ زره ۴۱۵ امریکایي ډالره اټکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس