معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هندوستان د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم لېږي

هندوستان د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم لېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۵مه نېټه):
د هندي رسنیو د خبر له مخې د هند حکومت پرېکړه کړې، چې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم د ایران د چابهار بندر له لارې ولېږي.
هندي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، د دغو ۲۰ زره ټنو غنمو لومړنۍ محموله چې دوه نیم زره ټنه دي، د همدې اونۍ تر پایه هرات ولایت ته رسیږي.
هند له افغانستان سره د دغو مرستو هدف د بشري ناورین د مخنیوي هڅه بللې ده.
د راپورونو له مخې هند تر دې مخکې هم ۴۰ زره ټنه غنم د پاکستان د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته لېږلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس