معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند نن د افغانستان پۀ اړه د یوې امنیتي ناستې کوربه دی

هند نن د افغانستان پۀ اړه د یوې امنیتي ناستې کوربه دی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۵):
د رسنیو د راپورونو لۀ مخې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ تېره ورځ هند ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن په نوي ډيلي کې د هندوستان د امنیتي سلاکارانو پۀ ګډون د منځني اسيا هېوادونو د ملي امنیت لۀ سلاکارانو سره غونډه وکړي.
هندي رسنۍ هندوستان ټایمز خبر ورکړی چې دغه ناسته نن په نوي ډيلي کې ترسره کېږي چې په کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او د ترکمنستان سفیر ګډون کوي.
د دغې رسنۍ لۀ قوله دا د خپلې بڼې پنځمه ناسته ده چې هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال به يې کوربه وي. هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان وروستی امنيتي او سياسي حالت به د دې ناستې د اجنډا مهمه او لومړۍ برخه وي. هندوستان ټایمز زیاته کړې چې هندوستان او د منځني اسيا هېوادونه په سيمه کې د امنيت او سولې په برخه کې ګډې ګټې لري او د دې ترڅنګ د منځني اسيا هېوادونه له افغانستان سره ګډې پولې لري، چې له همدې امله د افغانستان حالات پر دغو هېوادونو نېغ په نېغه اغېزه لري.
ټاکل شوې چې تر دغې ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ اماراتو ته سفر وکړي او هلته هم له یو شمېر مشرانو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو ناستې ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس