معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند کې د ۲۰ G هېوادونو غونډه بې پایلې پای ته ورسېده

هند کې د ۲۰ G هېوادونو غونډه بې پایلې پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د هندي رسنیو د راپورونو په اساس دغه هېواد کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادنو یا جي – ۲۰ د مالیې وزیرانو غونډه تېره ورځ د نظر د یووالي پرته پای ته ورسېده.
دغو رسنیو ویلي، چې ګډونوال په دې ونه توانیدل چې د اوکراین په اړه اختلافات حل کړي.
دا دوه ورځنۍ غونډه د هند په ګجرات ایالت د ګاندهي نګر په ښار کې جوړه شوې وه.
د هند د مالیې وزیرې نرملا سیتهارامان د غونډې په پای کې خبریالانو ته ویلي، چې لا هم په اوکراین کې د روسیې د جګړې په هکله د غونډې ګډونوال یو شان نظر نه لري.
د جي-۲۰ هېوادونو مشري چې سږ کال له هند سره ده، د مالیې وزیرې یې زیاته کړې، چې د جي-۲۰ ګڼ شمېر غړیو هېوادونو روسیه وغندله، چې د اوکراین د غلې موافقې تمدید کولو څخه یې انکار کړی.
ټاکل شوې چې د جي۲۰ هېوادونو مشرانو بله غونډه د همدې کال د سپټمبر په میاشت کې وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس