کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شلو ولایاتو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ د هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، مېدان وردګ، زابل، دایکندي او کندهار ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو امکان شته.
تر دې وړاندې هم د دغو ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیان اوښتی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/