کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په لسو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ د هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي، چې د روانې چنګاښ میاشتې له پنځمې تر شپږمې نېټې به په ننګرهار، لوګر، کونړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او مېدان وردګو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو امکان شته.
تر دې وړاندې هم د دغو ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/