معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد ته د بې‌ کېفیته او غیر قانوني درملو په واردولو د بندیز غوښتنه وشوه

هېواد ته د بې‌ کېفیته او غیر قانوني درملو په واردولو د بندیز غوښتنه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې مسوولینو له سرپرست افغان حکومته غوښتي، چې دې هېواد ته د بې کېفیته او غیر قانوني درملو واردولو او قاچاق دې جدي مخنیوی وکړي.
د افغانستان د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې فرهنګي مسوول ویلي، هېواد ته هر کال د یو میلیارد ډالرو په شاوخوا کې درمل په قانوني او غیر قانوني ډول راوړل کیږي، چې دغه اندازه د مصرف کوونکو له اړتیاوو څخه پورته ده.
د نوموړي په خبره، مارکېټ کې د درملو زیاتوالی د ناسم رقابت سبب شوی چې په پایله کې یې د خوړو او درملو ملي ادارې له خوا په سلګونه ټنه تاریخ تېر درمل سوځول کیږي.
د ده په خبره، دا څه له یوې خوا د هېواد پانګې ته زیان اړوي او له بلې خوا د هوا ککړتیا سبب کیږي.
هېواد کې د درملو د ټیټ کېفیت له امله هر کال په میلیونو پیسې له افغانانو څخه نورو ملکونو کې په درملنې مصرفیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس