کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ويلي، د حېرتان_مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې تېره ورځ ٢٢٩ واګونه سوداګریز توکي د ١٣ زره ٨٩٠ ټنو په وزن سره هېواد ته وارد شول.
د دوی په خبره د وارد شویو ډېره برخه خوراکي توکي دي.
د دغو مسوولینو په وینا ٣٦ واګونه الوګان او ممیز چې وزن یې ٢ زره ٣٧١ ټنه کېده، له هېواده بهر ته صادر شول.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلي، هڅه کوي چې د توکو لېږد_رالېږد لپاره سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د حېرتان بندر رېل پټلۍ د ازبکستان هېواد له پولې پیلیږي او تر مزارشریف ښار پورې دوام لري چې ۷۵ کېلومتره اصلي او ۳۱ کېلو متره فرعي خطوط لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/