کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان لمریز کال په تلې میاشت کې یې لسګونه زره برېښنايي پېژندپاني وېشلي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تلې میاشت کې یې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او آسان خدمت ۷۸ وېش څانګو له لارې ۱۴۴ زره ۸۴۰ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه موده کې د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې په پلازمېنه کابل کې ۴۱ زره ۵۷۳، په ننګرهار کې ۸ زره ۵۰۸، په هرات کې ۶ زره ۷۹۰، کندهار کې ۵ زره او ۸۵۶ او بلخ ولایت کې ۴ زره او ۹۹۸ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د دوی په وینا تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹ زره او ۲۳۵ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/