کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال کندهار کې ویلي، چې دمګړۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵ سوه لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.
نوموړي دغه څرګندونې دغه ولایت کې د یو جومات په پرامیست غونډه کې کړي دي.
دغه جومات د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره جوړ شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې د خلکو د هوساینې په موخه سلګونه پروژې پلې شوي او لا هم د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د رغنیزو پروژو چارې دوام لري.
نوموړی زیاتوي، چې د قوشتېپې کانال او د بدخشان له لارې له چين سره د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادي څرخ نور هم پياوړی کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/