معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن چارې اسانه شوي

هېواد کې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن چارې اسانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د دې وزارت د سیسټم جوړونې ریاست لخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا د سیمکارتونو د ثبت او راجستر پروسې د ښه مدیریت لپاره پرمختللی سیسټم جوړ کړی دی.

یاد وزارت زیاتوي، چې ټول مخابراتي شرکتونه د سیمکارتونو د ثبت او راجسترېشن پرمهال د پېرودونکي د پېژندپاڼې تاییدي د یاد سیسټم له لارې د احصایې ملي ادارې څخه تر لاسه کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس هېڅوک نه شي کولی، په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت یې کړي.

اوسمهال هېواد کې ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعاله دي، چې لس میلیونه سیمکارټونه د الکټرونیکي پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس