کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې هېواد کې د انټرنېټ، غږیزو اړیکو او پيغامونو د بیو د راټیټېدو پرېکړه له تېرې ورځې عملي شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د افغانانو د غوښتنو او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته نوې بیې اعلان کړې.
دغه اعلان کې مخابراتي شبکو ته یو میاشت وخت ورکړل شوی و، چې دغه بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې یې عملي کړي.
د مسوولینو په خبره اوس ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلې شوې او هېوادوال کولای شي، مخابراتي شبکو ته له نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/