معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د ورستیو طبعي پېښو له امله ۳۷۶ کسانو ته مرګ_ژوبله اوښتې

هېواد کې د ورستیو طبعي پېښو له امله ۳۷۶ کسانو ته مرګ_ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي، چې د حمل میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د خبر پر بنسټ یاد وزارت زیاته کړې، چې د روان کال وري میاشتې څخه تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان مړه، ۲۲۵ کسان ټپیان، ۲ زره ۱۶۲ کورونه په نیمه یا بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳ زره ۲۹۹ څاروي او ۱۵ زره ۲۷۰ جریبه کرنیزې ځمکې او مېوه لرونکي باغونه له منځه تللي دي.
زیانمن خلک له مرسته کوونکو موسسو او بنسټونو څخه د همکارۍ او په دې برخه کې د لاسنیوي غوښتونکي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس