کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د کانګو ناورغۍ له امله ۲۰ تنو ژوند بایللی.
د دوی په وینا کانګو ناروغۍ د مې میاشتې په پرتله زیاته شوې او د جون میاشتې له پیل راهیسې ۲۶۵ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي، چې ۲۰ تنو ترې ژوند بایللی دی.
د انتاني روغتون ډاکټران هم وايي، چې په وروستیو اونیو کې د کانګو ناروغانو شمېر زیات شوی، چې په وینا یې اوس مهال په دغه روغتون کې ۴۰ تنه بستر دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په مې میاشت کې ۸۴ تنه په کانګو ناروغۍ اخته شوي او ۱۰ تنه یې له امله مړه شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/