معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې

هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ويلي، سږ کال په هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې ده.
د دغه بنسټ په وینا، په ټولیزه کچه د کښت وړ ځمکه کابو درې میلیونه هکټاره ځمکې ته رسیږي.
د دغې ادارې په وینا، د کښت وړ ځمکې دوه میلیونه یې اوبه‌ ییزه او پاتې نوره یې للمه ده، چې د تېر پۀ پرتله په کې ۷ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت بیا ويلي، چې سږ کال ډېری کروندګرو په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دي.
د مسوولینو په خبره یاد وزارت په پام کې لري، چې په ډېری کرنیزو ځمکو کې د نورو غلو_دانو پرتله غنم وکري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس