معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي

هېواد کې سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د دغه ریاست شمېرې ښیي، چې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د هېواد په کچه شاوخوا  ۴.۳۵ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیونه مټریک ټنه یې اوبیز او ۵۴۸ زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې سږکال د هېواد په کچه د غنمو تر کښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمي په بڼه کرل شوې وه.  هلمند، کندهار، هرات او کندز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو د کرکیلي تر ټولو لویې سیمې لري.

یاد وزارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي، د ټول هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس