کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۶ مه نېټه):
روان ژمی په تنفسي ناروغیو ۲۸۶ زره کسان اخته شوي
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژمي له پیل راهیسې څه باندې ۲ لکه ۸۶ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د خبر پر بنسټ یاد سازمان ویلي، چې د دغې ناروغۍ له امله ۶۶۸ کسانو ژوند هم بایللی دی.
د دوی په وینا پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو له ډلې ۶۳ سلنې څخه ډېر ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او نږدې ۵۰ سلنه یې مېرمنې دي.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې دې وروستیو کې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمېر ډېر شوی او په ۲۰۲۳ کال کې له دغه وزارت سره له دوه اعشاریه ۹ میلیون ډېر تنفسي ناروغان ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هېواد کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل د هوا ککړتیا بللې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/