معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې ۲ لکه نمرې هغو راستنېدونکو ته ځانګړې شوې، چې د کور ځای نۀ لري

هېواد کې ۲ لکه نمرې هغو راستنېدونکو ته ځانګړې شوې، چې د کور ځای نۀ لري

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۸  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د کرنې وزیر او راستنېدونکو افغانانو ته د ځمکې د ورکړې کمېتې مشر تورخم ته د یو پلاوي په مشرۍ سفر کړی و.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي ویلي، چې افغان حکومت هېواد کې ۲ لکه نمرې هغو راستنېدونکو افغانانو ته ځانګړي کړي، چې د کور ځای ونه لري.

د ځمکې د ورکړې کمېټې د مشر مولوي عطاءالله عمري په وینا د اړتیا پر مهال به د یادو نمرو شمېر نور هم ډېر کړي.

د نوموړي په خبره دوی راستنېدونکو افغانانو ته د کرکیلې لپاره هم د ځمکې د ورکړې چاره منظور کړې ده.

عمري زیاتوي، چې راستنېدونکو ته به اجاره ځمکه بغیر له داوطلبۍ په پنځوس سلنه تخفیف او د یو کال په معافیت سره ورکول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس