معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وارداتي برښنا؛ ترکمنستان افغانستان سره د برښنا د قرارداد د تمدید ډاډ ورکړی

وارداتي برښنا؛ ترکمنستان افغانستان سره د برښنا د قرارداد د تمدید ډاډ ورکړی

شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: د ترکمنستان سفیر د افغانستان د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر بنسټ د وارداتي برښنا د قرارداد د تمدید ډاډ ورکړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو د پروګرام په اړه یې خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ترکمنستان سفير افغانستان ته د برښنا د واردولو د قرارداد تمديد لپاره د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دغه هېواد همکاري به په ځانګړي ډول د جوزجان ولایت د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس