معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / واشنګټن ته د “غزې د قصاب” سفر او د لویدیځې نړۍ دوه مخي معیارونه!

واشنګټن ته د “غزې د قصاب” سفر او د لویدیځې نړۍ دوه مخي معیارونه!

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اسراییلو صهیونیست رژیم لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” چې په آزاده نړۍ کې یې “د غزې قصاب” لقب خپل کړی، د خپل دایمي ملاتړي او تمویلونکي ډونالد ټرامپ په بلنه له مجارستان(هنگري) وروسته د امریکا پلازمینې واشنګټن ته رسیدلی او اټکل کېږي چې د دې کرښو تر خپریدو پورې به یې هلته له” ډونالد ټرامپ” سره لیدل او خبرې اترې هم ترسره کړې وي.

د همدغه راپورونو په اساس واشنګټن ته د غزې د قصاب د دا ځل سفر سترې موخې د نورو پټو او ښکاره معاملو تر څنګ، د امریکا له لورې د اسراییلو په ګډون د نورې نړۍ پر وارداتو د لوړو تعرفو د لګولو اغېزې، له غزې څخه د حماس ایستل او خلع سلاح کول او پر ایران باندې د اقتصادي او سیاسي فشارونو زیاتول ګڼل شوي دي.

رسنیو دا هم ویلي چې واشنگـټن ته د نتنیاهو د دې سفر په ترڅ کې د امریکا ولسمشر او ده د ایران سره د اړیکو او خبرو اترو په تړاو هم خبرې کړې دي او هغه تاوتریخ والي په اړه یې هم خبرې کړې دي چې پدې وروستیو کې پر فلسطیني ځمکو د اسراییلو د پرله پسې تیریو او پر مظلومو وګړو د ظلم او وحشت له امله را پیدا شوې دي.

که څه هم واشنګټن ته د غزې قصاب د سفر اصلي محور د رسنیو له قوله د ایران او اسراییلو شخړه او د امریکا پر مټو پر ایران باندې د سیاسي او اقتصادي فشار زیاتوالی دی، خو د دې سره سره پر نیول شوي فلسطین او پر غزې اسراییلو تېری هم هغه مهم موضوعات دي چې د ډونالد ټرامپ او نتنیاهو تر منځ پرې خبرې شوې او له نورو امریکایي چارواکو سره به هم پرې خبرې کېږي.

که څه هم دا لومړی ځل ندی چې د غزې قصاب (نتنیاهو) یا د اسراییلو د غاصب او اشغالګر رژیم نور چارواکي واشنګټن ته په رسمي سفر ځي او د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره خبرې او مذاکرات ترسره کوي، خو دا ځل د دې لیدنو او کتنو په ترڅ کې ایران ته د واشنګټن او تل ابیب ګډ ګواښ او په تړاو یې پټ او ښکاره مذاکرات مهمه موضوع ګڼل کېږي چې د نړۍ په کچه یې غوغا راپورته کړې او د ټولو ذهنونه یې له ځان سره بوخت کړي دي.

بل اړخ ته د وروستیو رسنیزو راپورونو له مخې ایران او امریکا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو نېغ په نېغه خبرې اترې پیل کړې هم دي او ټاکل شوې ده د راتلونکې اونۍ په سرکې د اردن عربي هېواد په پلازمېنه عمان کې د دواړو لوریو تر منځ په لوړه کچه نا مستقیمه خبرې اترې هم ترسره شي.

اوس دا چې بالآخره ایراني چارواکي به د واشنګټن او تل ابیب دغه ګډ فشار ته تسلیم شي او د ټرامپ له انتظامیې سره به لکه څه ډول چې امریکایي او نورې لویدیځواله رسنۍ ادعا کوي نېغ په نېغه خبرو ته دوام ورکړي که نه؟ په راتلونکو څو ورځو کې به څرګند شي خو واشنګټن ته د غزې د قصاب د داځل سفر په تړاو یوه بله موضوع هم د پاملرنې وړ ده او هغه د نړیوالې محکمې هغه حکم دی چې د نتنیاهو او د دغه رژیم په جنګي کابینه کې د جنګي چارو پخواني وزیر ګالانت په تړاو یې صادر کړی ؤ. د دغه پریکړې پر بنسټ چې د تېر زیږدیز کال د نوامبر په میاشت کې صادر شوی ؤ د اسراییلو د غاصب او یرغلګر رژیم د کابینې دغه دوه مهم غړي باید هر چېرته او هر هېواد ته چې په لاس ورشي باید ونیول شي او په غزه کې د قتل عام او جګړې په جرم محاکمه شي.

خو د لاهې د محکمې د دغه پرېکړې سره سره هم نتنیاهو آزاد بهرني سفرونه کوي او آن واشنګټن ته د دې ځل سفر څخه وړاندې یې د هنګري یا مجارستان اروپایي هېواد ته هم سفر کړی ؤ او د دې سفر په ترڅ کې یې په ښکاره بڼه د دغه محکمې او د هغې د پرېکړو خلاف څرګندونې هم کړې وې.

د غزې قصاب په هنګري کې د خپلې هستوګنې پر وخت په ښکاره ډول د نړیوالې محکمې یا ICC  په تړاو د مجارستان له مشرانو سره په یوه خوله غبرګون وښود او د لاهې دغه محکمه یې فاسده او د اسراییلو ضد وګڼله.

اوس که یوې خوا ته واشنګټن ته د نتنیاهو د سفر موخې او د امریکا او اسراییلو پټ پلانونه مهم دي، تر څنګ یې دا موضوع هم په خپل وار او خپل ځای مهمه ده چې د لاهې د نړیوالې محکمې په څېر د نورو نړیوالو ادارو شتون او د هغوی فعالیت آیا یوازې د نړۍ د بېوزلو او ضعیفو هېوادو په تېره هم د اسلامي نړۍ د هېوادو لپاره دی او لوی ځواکونه او د دغه لویو ځواکونو تر سرپرستۍ لاندې د جنګي جرمونو ترسره کوونکي د دغه پرېکړو له منلو مستثنی دي؟ دا پوښتنه یوازې د لاهې د نړیوالې محکمې په اړه نه چې د ډېرو نورو دا ډول سازمانونو په تړاو مطرح ده چې نړیوال لقب لري یا یې ځان ته د نړیوال لقب اختیار کړی دی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس