کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د وردګو په مرکز میدان وردګو کې له ۴ سوه اړمنو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته ووېشل شوه.
د دغه ولایت ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه مرستې پر هغو کورنيو وېشل شوې، چې د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې دي.
د مرستې ترلاسه کوونکو بیا رسنیو ته له دغو مرستو څخه د مننې ترڅنګ د نورو لازمو مرستو او اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې.
وردګ یو له هغو ولایاتو دی، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په کې ډېرې ویجاړۍ ترسره شوي او د جګړو له امله ورسره د مرستو بهیر هم ټکنی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/