معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړه

وردګو کې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په ګربت باغک سیمه کې د خلکو له لوري جوړ شوی ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سیدآباد ولسوالۍ د باغک سیمې اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه یې په سیمه کې د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې په خپل شخصي لګښت له ستونزو سره_سره پیل کړې، چې د حکومت او موسساتو له ژمنو څخه ستړي شول.
د دوی په خبره، چې څو ځلې ګڼو بنسټونو د ښوونځي د ودانۍ جوړولو ژمنې وکړې خو عملي یې نه کړي.
د باغک په سیمه کې دغه جوړه شوې ودانۍ د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده او ټول لګښت یې د سیمې خلکو او بهر مېشتو افغانانو ورکړې دي. د یاد ښوونځي مدیر وايي، چې د دې ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره په ۱۴۰۱ کال کې کېښودل شوې وه او په نږدې یوه کال کې یې د جوړولو چارې پای ته ورسیدې.
د دوی په خبره په دې ښوونځي کې به ۵۸۰ زده کوونکي له لومړي تر نهم ټولګي زده کړې کوي.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس