معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د زده کوونکو لخوا د اختراع شویو تخنیکي وسایلو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

وردګو کې د زده کوونکو لخوا د اختراع شویو تخنیکي وسایلو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري د ځوانانو د تشویق او هڅونې په موخه د ولایت په کچه د یو شمېر زده کوونکو په لاس جوړ شويو تخنیکي وسایلو لپاره یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې چې د یاد ولایت مختلفو ولسوالیو څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټونو او لېسو د شاګردانو د تخنیک او صنعت برخو کې ګڼ شمېر وسایل اختراع او جوړ کړي وو، نندارې ته وړاندې کړل.
په دې جوړو شویو تخنيکي وسایلو کې د نابینایانو لپاره ځیرکې عینکې، امسا او ځیرکه باطله داني، برقي جارو، اسکواټور، M4 ټوپکونه، ریموټ کنټرول موټر، د چرګوړو د تولید ماشين، ټانګ، چورلکه او نور ګڼ شمېر وسایل شامل وو، چې د یادو زده کړیالانو له لوري په ډېرو کمو امکاناتو جوړ شوی وو.
ولایتي مسوولینو د دغو ځوانانو هڅې وستایلې او نږدې راتلونکي کې یې دوی ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره د ځانګړي پوهنتون د جوړولو ژمنه وکړله.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس