معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو چک ډیمونو جوړولو چارې پیل شوې

وردګو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو چک ډیمونو جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت په چک، جغتو، سیداباد، نرخ او جلرېز ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده پرانیسته کې د کابل سیندیزې حوزې رییس د مېدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د کوچنیو ذخیروي بندونو د جوړولو خبر ورکړ.
د مېدان وردګو والي ويلي، له ژمنې سره سم به په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلې کړي.
د دغه ولایت اوسېدونکي هم دغه ډول پروژو ته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې ورته نور چک ډيمونه دې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې جوړ شي.
دغه چک ډیمونه په داسې مهال جوړیږي، چې سږ کال سېلابونو په دغه ولایت کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس