کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې مېدان وردګو ولايت کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د عامې روغتیا رياست اړوند ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د راپور پر بنسټ، په دغه پروژو کې د چک او سېدآباد ولسوالیو د روغتونونو بيارغونه، طبي وسایل او ملک محمد خان روغتون ته د برېښنا رسولو پروژې شاملې وې.
د عامې روغتيا وزارت اداري معین محمد اسحاق صاحب زاده د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال ویلي، یاد روغتونونه چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي وو، له سره ترمیم او یو شمېر پرمختللي طبي ماشینونه ورته وسپارل شول.
په ورته مهال د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر زرک ځیرک ویلي، چې په یادو پروژو کې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون کې د بستر لپاره ودانۍ، د دواړو روغتونونو ترمیم، او طبي وسايل شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/