معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې بشپړې شوې

وردګو کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په مېدان وردګ ولایت کې یې د ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۵۱ پروژو پرانیسته کړې ده.

د خبر پر بنسټ د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر سربېره د مېدان وردګو والي او د یاد ولایت یو شمېر نورو ځایي چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ویلي، چې دغه پروژې د اکټېد موسسې له خوا د مرکز مېدان ښار، جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوي، چې په کې د سړکونو بیارغول او جغل اچول، استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو رغول، د کانالونو، حوزونو او د پاکو اوبو شبکو بیارغول او جوړول او دې ته ورته نورې چارې شاملې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس