معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې سېلاب ځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

وردګو کې سېلاب ځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د مېدان وردګو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې د سېلاب ځپلو لپاره یو ښارګوټی تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د راپور پر بنسټ، د خېرآباد په نوم دغه ښارګوټی د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس چې ۷۵ کورونه په کې دي، په دولتي ځمکه د DRC مؤسسې په مالي ملاتړ په اساسي ډول جوړ شوی دی.

په دغه ښار ګوټي کې د هرې کورنۍ لپاره درې د اوسېدو خونې جوړې شوې او په ټولو وسایلو سمبال دی.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل او په سلګونه کورونه یې هم له امله ړنګ شوي وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس