کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان وردګو ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري د مرکز میدان ښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نیم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس ویلي، له یادې مرستې څخه یې موخه د بې وزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکیلې اصلاح کول دي.
نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو کې استفاده وکړي، څو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.
بل لور د میدان وردګو بزګران هم خوښ دي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/