معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ورزش؛ افغانستان د تمریناتي لوبو په لړ کې سبا له پاکستان سره لوبېږي

ورزش؛ افغانستان د تمریناتي لوبو په لړ کې سبا له پاکستان سره لوبېږي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۲۶مه او د اکټوبر میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام په درشل کې د خپلې دوهمې تمریناتي لوبو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه پرون له بنګله‌ دېش څخه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله.
د کرېکټ بورډ وياند فرید هوتک د پرونۍ لوبې په رسینو ته وویل: “لکه څنګه چې مو د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه ولیدله، څرګنده شوه چې د هېواد ملي لوبډلې نړیوال جام ته پوره چمتووالی نیولی دی.”
افغان لوبډلې په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
بنګله ‌دېش په شل اورونو کې د ۹۸ منډو په جوړولو سره نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
افغان لوبډله به په نړیوال جام کې لومړۍ رسمي لوبه له انګلستان سره ترسره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس