معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ورزش؛ سبا د نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان له نیوزلینډ سره مخ کېږي

ورزش؛ سبا د نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان له نیوزلینډ سره مخ کېږي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې سبا د اسټرلیا په ملبورن ښار کې د افغانستان او نیوزلینډ کرېکټ ملي لوبډلې د یو بل پر وړاندې ډګر ته کښته کېږي.
افغانستان و او نیوزلینډ دواړه د دغې لوبلړۍ په A/الف ګروپونو کې ځای لري.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د انګلینډ پر وړاندې وبایلله او نیوزلینډ بیا په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد اسټرلیا ته ماتې ورکړه.
سبانۍ لوبه د افغانستان پر وخت سبا ۱۲:۳۰ بجې پیلېږي. د افغانستان لوبډلې د توپ اچونې برخې روزونکي عمر ګل ویلي، چې په راتلونکو لوبو کې د افغان لوبغاړو د بریا چانس ډېر دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس