معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروستیو لاریونونو پاکستان ته ۲۵۰ میلیونه کلدارې زیان اړولی

وروستیو لاریونونو پاکستان ته ۲۵۰ میلیونه کلدارې زیان اړولی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۵ نېټه):
پاکستاني رسنیو د اسلام آباد د پولیسو له قوله خبر ورکړی، چې د عمران خان ګوند د پلویانو له لوري په وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو کې دولتي تاسیساتو او شتمنیو ته سخت زیان اوښتی دی.
رسنیو د اسلام آباد پولیسو د یوې خپرې کړې اعلامیې له قوله ویلي، چې اعتراض کوونکو ۱۲ نقلیه وسایط، ۳۴ موټر سایکلونه سوزولي او د اسلام آباد صنعتي سیمې کې یې د پولیسو د ماموریت یو دفتر ته هم اور اچولی دی.
د اسلام آباد د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پراخو او تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو له امله د ۲۵۰ میلیونو کلدارو په ارزښت دولتي تاسیساتو او مالونو ته زیان رسېدلی دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د ځمکې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تورد عمران خان تر نیولو وروسته یې پلویانو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه ترسره کړل او د نوموړي د آزادولو غوښتونکي شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس