کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو شکایت کړی، چې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو کیفیت خراب دی او ځینې مهال مخابراتي اړیکې نه نیول کیږي.
د دوی په خبره د مخابراتي شبکو د خدمتونو لګښتونه زیات خو کېفیت یې خراب دی.
دا ولسونه له سرپرست حکومته غواړي، چې د چټک انټرنېټ لرلو په موخه دې د نوري فایبر شبکې غځولو چارې ټولو سیمو ته پراخې کړي.
په ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیا ویلي، چې ګڼو دغه ډول ولایاتو ته یې د نوري فایبر شبکې غځولو چارې په چټکۍ سره روانې کړي، چې نږدې راتلونکي کې به یې پاتې کارونه هم بشپړ شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/