معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ولسي وګړو او سوداګرو د یو لاریون پۀ ترڅ کې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل وغندل

ولسي وګړو او سوداګرو د یو لاریون پۀ ترڅ کې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل وغندل

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم پولې ته څېرمه تېره ورځ د ډکې سیمه کې ګڼ شمېر ملي سوداګرو، قومي مشرانو او ولسي وګړو د یو لاریون په ترڅ کې د پاکستان هېواد له لوري د تورخم دروازې تړل وغندل او غوښتنه یې وکړه، چې باید ژر تر ژره دغه لاره د تلو – راتلو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شي.
لاریون کوونکو وویل، چې د پاکستان هېواد له لوري د دغې دروازې تړل کېدل د ټولو اصولو خلاف عمل دی، چې له امله یې سوداګرو ته په لکونو ډالره مالي زیانونه واوښتل.
لاریون کوونکو سوداګرو نیوکه وکړه چې پاکستاني لوری هر کال د افغاني مېوو د رسېدو او صادرېدو پرمهال په لوی لاس دغه ډول ستونزې زېږوي، چې باید ترې لاس په سر شي.
د دغه لاریون په وروستۍ برخه کې یو اته ماده ییز پرېکړه لیک هم ولوستل شو، چې په کې له پاکستاني لوري غوښتنه وشوه، څو سوداګریزو مسایل د خپلو سیاسي مسایلو له امله ښکار نه کړي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې شمېرې ښيي، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته له یو میلیون ډالرو ډېر زیان رسېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس