کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو لۀ چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د راپور پر بنسټ ویسټ ویلي، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یې د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو او د امریکا د استازو په غونډه کې د افغانستان په اړه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره لیدلي او د افغانانو په ګډ ملاتړ یې تینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همدا راز لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري اړتیاو په شمول پر مهمو مسلو ګټورې خبرې کړي دي.
ټاکل شوې، چې ټام وېسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ډېر ژر دوحه کې به هم د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوي سره وویني.
سرپرست حکومت ویلي، په دې کتنه کې به له امریکايي لوري سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او له تور لېست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو لرې کېدو په اړه هم خبرې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/