معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټام وېسټ د یو شمېر هېوادونو استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

ټام وېسټ د یو شمېر هېوادونو استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تله ۱ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د افغان نجونو د حقونو او دغه راز په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چارواکو سره کتلي دي.
د نوموړي په خبره د ملګرو ملتونو د ۷۸یمې غونډې په څنډه کې یې د پاکستان، ناروې او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو، د ژغورنې کمېټې له مشر او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره کتلي دي.
نوموړي ویلي، چې د دغو لیدنو پرمهال یې افغانستان کې د زده کړو، کار ته د مېرمنو پر لاسرسي او د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس