معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټاکل شوې چې نن د خېبر په لوی میدان کې د پښتون قام ستره جرګه پیل شي

ټاکل شوې چې نن د خېبر په لوی میدان کې د پښتون قام ستره جرګه پیل شي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن شنبه به په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتي جرګه پیل شي.

سره له دې چې ټاکل شوې وه دا جرګه تېره ورځ پیل شي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په وینا د پاکستاني ریاست له لوري د دغې جرګې د مخنیوي هڅو او رامنځته شویو ستونزو له وجې د وسایلو لېږد او ترتیبات وځنډېدل.

لومړیو کې پاکستاني ریاست د دغې جرګې په کولو بندیز لګولی و، خو له صوبایي حکومت سره  تر خبرو وروسته دې جرګې ته د کولو اجازت ورکړل شو.

ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې د جرګې ځای ته تللې لارې اوس خلاصې شوي او زرګونه پښتانه د جرګې میدان کې راټول دي.

ویل کیږي چې دې درې ورځنۍ جرګه کې به په لومړۍ ورځ د پاکستاني ریاست ظلمونه په لوی سکرین کې پښتنو ته وښودل شي، په دوهمه ورځ به راټول شوي مشران د موضوعاتو پر حل بحث کوي او په درېیمه ورځ به د جرګې پرېکړه اعلانیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس